IQNA

د کینیډاپه ترټولو ستر ښار کې  نفرت خورونکي جرمونه زیات شوي

13:50 - November 26, 2023
د خبر لمبر: 3488331
ایکنا-(کینیډا) د کینیډا  د چارواکو د اعلان په اساس،  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو اوبمباریو د پیلیدا له وخت راهسې  دکینیډا د ترټولو لوي ښار په توګه  په ټورنټو کې پر نفرت خورونې مشتمل جرمونه  زیات شوي دي .

ایکنانیوز دالشرق له قوله راپور راکړ،د کینیډا ځاي  چارواکو ووئيل،په غزې تړانګې د اسرائيلو د حملې له پيلیدا وخت راهسې د کینیډا د ترټولو لوي ښار په توګه په ټورنټو ښار کې د نفرت خورونې او توکمپالنې باندې د مشتملو جرمنو  موردونه ډير زیات شوي دي .

د ټورنټو ښار د پولیسو مشر مایرون ډمیکو ددې موضوع په باب په یولړڅرګندونو کې  ووئيل، د اکتوبر له اومې نیټې راهسې  د نومبر تر شلمې پورې د نفرت  خورونې او اوکمپالنې  له امله د جرمونو  کابو ۷۸ موردونه راپور شوي دي چې  د ۲۰۲۲کال د راپور شوو موردونو په دوه برابره زیات دي.

هغه روښانه کړې ده ،د یهودیانو په ضد دنفرت له امله دجرمونو شمیر تقریبا درې برابره شوی دی او د اکتوبر له اومې نیټې راهسې د نومبر تر شلمې نیټې پورې  دغه شمیر ۳۷موردونو ته رسیدلی دی.په داسې حال کې چې د تیر کال په ورته مودې کې یوازې ۱۳ موردونه وو. داپه داسې حال کې دي چې د مسلمانانو اوعربو  په ضد د نفرت خورونکي جرمونه  هم ترپام وړ پورې زیات شوي دي  او  په تیر کال کې له یوه مورده سږکال په روان کال کې تر اولسو موردونو  پورې رسیدلي دي .

د ټورنټو د پولیسو مشر په خبري کنفرانس کې چې له رسمي ټيلیویژني چینله خپور شو ووئیل،د مینځني ختیځ  دپيښو له امله زمونږ پر ښار ډيرې اغیزې شیندل شوي دي او دا اغیزې مخ  په زیاتیدا دي.

په عین حال کې سی بی سي خبری چینل راپور ورکړی دی ، هغه ډيرې پيښې چې په ټورنټو او اوټاوا کې پيښې شوي دي ،په مستقیم ډول په مینځني ختیځ کې  له تاؤتریخوالو سره اړونده دي .

https://iqna.ir/fa/news/4184067  

captcha